کابل : د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست ،سراج الدین حقاني، د سپتمبر په ۱۶مه، په کابل کې د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې له مشر ،ابراهیم کالین، او ورسره پلاوي سره لیدلي دي.
وزارت ویلي دي، چې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، امنیتي چارو، د نشي توکو پر ضد مبارزې او د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ پر همغږۍ خبرې کړې دي.
د وزارت په وینا، په لیدنه کې د سیمې پر یو شمېر مسایلو هم خبرې شوې، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
دا لیدنه په داسې وخت کې شوې چې د ترکیې او قطر لوړپوړي امنیتي چارواکي افغانستان ته رسېدلي دي. شال نیوز ته په کابل کې یوې سرچینې هم د هغوي سفر تایید کړی دی.


شال نیوز