کابل : د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې یو افغان پلاوي په هند کې د طبي تجهیزاتو او درملو د تولید او په افغانستان کې د هندي ټکنالوژۍ د استعمال پر امکاناتو خبرې کړې دي.
د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد په مشرۍ پلاوي ،د سپتمبر په ۱۴، د هند په ګجرات ایالت کې د طبي تجهیزاتو او د درملو د خامو موادو له یو شمېر فابریکو لیدنه کړې او د تولید طریقې او د کیفیت معیارونه یې کتلي دي.
وزارت وايي، افغان پلاوي له هندي شرکتونو غوښتي چې افغانستان ته خپل استازي واستوي او هلته د طبي تجهیزاتو د تولید لپاره خپلې تجربې او ټکنالوژي ورسره شریکه کړي. د وزارت په وینا، هندي شرکتونو ویلي چې د خپلو تولیداتو معلومات به افغان لوري ته ورکړي، څو د افغانستان اړتیاوې وارزول شي.
افغان پلاوي د هند له روغتیايي ادارو سره د درملو د تولید، کیفیت او وارداتو ترڅنګ په افغانستان کې د هندي شرکتونو د پانګونې پر امکاناتو هم خبرې کړې دي. تر اوسه د کومې مشخصې فابریکې د جوړولو، پانګونې یا د ټکنالوژۍ د انتقال په اړه د وروستۍ موافقې اعلان نه دی شوی.


شال نیوز