کابل : د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د وروستیو شپږو میاشتو لپاره د مرکزي او ولایتي دولتي ادارو کاري ساعتونه اعلان کړي دي.
وزارت وايي، د تلې له لومړۍ نېټې به له شنبې تر چهارشنبې دولتي ادارې د سهار په ۸:۳۰ بجو کار پېلوي او د ماسپښین تر ۳:۳۰ بجو به دوام کوي. د غرمې له ۱۲ تر یوې بجې به د لمانځه او ډوډۍ لپاره یو ساعت وقفه وي. د پنجشنبې په ورځ به کار د سهار په ۸:۳۰ بجو پېلېږي او د ماسپښین په ۱:۳۰ بجو به پای ته رسېږي.
وزارت ویلي، تولیدي، خدماتي، نشراتي او روغتیايي ادارې او د پوهنې او لوړو زده کړو ادارې به د خپلو کارونو او سیمه ییزو شرایطو له مخې خپل کاري وختونه ټاکي، خو په اوونۍ کې به ۳۵ کاري ساعتونه پوره کوي. د روژې میاشت د دې اعلان برخه نه ده او د روژې لپاره به کاري ساعتونه وروسته جلا اعلان شي.


شال نیوز