کابل : په افغانستان کې د طالبانو حکومت سرچینو ،د سپتمبر په ۱۶مه، ویلي دي چې د ترکیې د استخباراتو مشر ،ابراهیم کالین، او د قطر د ملي امنیت شورا مرستیال ،حمد خامس الکبیسي، کابل ته رسېدلي او د طالبانو حکومت له یو شمېر چارواکو سره یې لیدلي دي.
د سرچینو په وینا، ټاکل شوې دواړه چارواکي کندهار ته هم سفر وکړي او هلته د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده سره وګوري.
تر اوسه د کابل د لیدنو، د خبرو د اجنډا او کندهار ته د سفر په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي. د طالبانو حکومت، ترکیې او قطر هم تر اوسه د دې سفر په اړه تفصیلي رسمي بیان نه دی خپور کړی.
ترکیه او قطر له ۲۰۲۱م کال راهیسې د طالبانو له حکومت سره اړیکې لري. دغو دواړو هېوادونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو اختلافاتو او خبرو په لړ کې هم د منځګړیتوب رول لوبولی دی.


شال نیوز