بنو : پولیس وايي، د بنو د وزیر سب ډویژن د پینګ په سیمه کې د وسله والو په کوادکوپټر برید کې د یوې ښځې په ګډون دوه ولسي کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

 

د بنو د پولیسو مشر محمد فرقان بلال ویلي دي، چې له برید وروسته پولیسو، سي ټي ډي، ایلیټ فورس او د امن کمېټۍ غړو په سیمه کې ګډ عملیات وکړل. د پولیسو په وینا، سیمه کلابنده شوه او د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ ډزې وشوې.

 

پولیس وايي، په عملیاتو کې یو وسله وال وژل شوی او مړی یې ترلاسه شوی دی. پولیس دا هم وايي چې یو شمېر نور وسله وال وژل شوي یا سخت ژوبل شوي دي، خو د غرنۍ سیمې له امله ملګرو یې مړي او ژوبل کسان له ځان سره وړي دي.

 

د نورو وسله والو د مرګ‌ ژوبلې دا خبره خپلواکه توګه نه ده تایید شوې. پولیس وايي، له نښتې وروسته یې په سیمه کې د پلټنې عملیات هم کړي دي. د کوادکوپټر برید ذمه واري تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې.