بر دیر : د بر دیر په سنګر ټاپ سیمه کې ،د سپتمبر په ۱۶مه، د وسله والو په ډزو د امن کمېټۍ غړی ،ولي الرحمان، وژل شوی او ،خان لالي، نومي کس ژوبل شوی دی.

 

ځايي سرچینې وايي، ولي الرحمان د عبدالرحمان زوې و، او له هغه سره ژوبل شوی خان لالي د اصف خان زوې دی. د سرچینو په وینا، دواړه د دیر تحصیل اوسېدونکي دي.

 

سرچینې وايي، وسله والو پر دواړو کسانو ډزې وکړې چې له امله یې ولي الرحمان ژوند له لاسه ورکړ او خان لالي ژوبل شو. ژوبل کس د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوی دی.

 

تر اوسه پولیسو د پېښې په اړه تفصیلي رسمي بیان نه دی خپور کړی او دا هم نه ده روښانه شوې چې برید کوونکي څوک وو او د برید ذمه واري کومې ډلې منلې ده