اسلام‌ اباد : د پاکستان ټېلي‌ کمیونیکېشن ادارې، پي ټي اې، د یوفون چلوونکې سرکاري کمپنۍ پي ټي اېم اېل ته ،د سپتمبر په ۱۵مه، امر کړی چې د «اونیک» نوي سیمونه او اي سیمونه، نوي کنکشنونه او نوې رجسټرېشنې سمدستي بندې کړي. پي ټي اې د اونیک د اعلانونو او مارکیټنګ د بندولو امر هم کړی دی.

 

پي ټي اې وايي، که څه هم اونیک د پي ټي اېم اېل برانډ دی او د همدې کمپنۍ نېټ‌ورک، فریکونسۍ او د موبایل نمبرې کاروي، خو د کاروبار طریقه یې له یو عام موبایل برانډ سره فرق لري.

 

د ادارې په وینا، اونیک خپل جلا پیکجونه، موبایل اپ، د بلونو خپل سیستم او د صارفینو د چارو جلا انتظام لري. یوه بله کمپنۍ هم د اونیک د سیمونو په خرڅولو، د نویو صارفینو په رجسټر کولو، د هغوي د شناخت په تصدیق او د صارفینو په خدمتونو کې کار کوي.

 

پي ټي اې وايي، د اونیک د کاروبار موجوده طریقه د «ورچوئل موبایل نېټورک» په شان ده او د دې لپاره جلا لایسنس پکار دی. پي ټي اې د صارفینو د شخصي معلوماتو د حفاظت، د سیمونو د جاري کولو، بلونو، د صارفینو معلوماتو ته د لاسرسي او د خدمتونو د انتظام په اړه هم پوښتنې راپورته کړې دي.

 

د اونیک د موجودو صارفینو سیمونه نه بندېږي

 

د اونیک موجود صارفین به خپل سیمونه د معمول په شان کارولی شي او د هغوي موبایل سروس به سمدستي نه بندېږي. د پي ټي اې یو لوړپوړي چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي دي، چې پي ټي اېم اېل ته درې میاشتې وخت ورکړل شوی چې د اونیک موجود صارفین یوفون ته منتقل کړي.

 

په دې درې میاشتو کې به د موجودو صارفینو سروس روان وي، خو اونیک به نوي سیمونه او اي سیمونه نه شي خرڅولی او نوي صارفین به نه شي رجسټر کولی. تر اوسه دا نه دي ویل شوي چې یوفون ته د منتقلېدو پر وخت به د اونیک د صارفینو موجودې نمبرې او پیکجونه هماغسې پاتې کېږي او که به پکې څه بدلون راځي.

 

پي ټي اې د اونیک لپاره دوه لارې ښودلې دي. پي ټي اېم اېل کولی شي اونیک د خپل موجود موبایل لایسنس لاندې د یو عام برانډ په توګه وچلوي او جلا کاروباري انتظام یې ختم کړي. که کمپنۍ غواړي چې اونیک په اوسنۍ طریقه روان وساتي، نو د ورچوئل موبایل نېټ‌ورک جلا لایسنس به اخلي.

 

پي ټي اېم اېل ته دا امر هم شوی چې په اوو کاري ورځو کې پي ټي اې ته راپور ورکړي او وښيي چې د اونیک د نویو سیمونو، نویو کنکشنونو او نورو کاروباري چارو د بندولو لپاره یې څه ګامونه پورته کړي دي.

 

د اونیک د کاروبار پر طریقې د پي ټي اې اعتراضونه له ۲۰۲۳م کال راهیسې روان وو. وروسته دا معامله اسلام‌ اباد هایکورټ ته هم تللې وه. عدالت د ۲۰۲۶م کال په فبرورۍ کې معامله بېرته پي ټي اې ته لېږلې وه چې د دواړو خواوو له اورېدو وروسته پرې فیصله وکړي.

 

د پي ټي اې د تازه فیصلې له مخې، اونیک تر بل امر پورې نوي سیمونه او اي سیمونه نه شي خرڅولی او نوي صارفین نه شي رجسټر کولی، خو د موجودو صارفینو سیمونه او موبایل سروس به د انتقال تر بشپړېدو روان وي.