کابل : د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، چې هګۍ او شیدې د ماشومانو د خوړو مهمه برخه ده او د خوارځواکۍ، د ودې د ټکني کېدو او ناروغیو د خطر په کمولو کې مرسته کولی شي.

 

د ملګرو ملتونو دې ادارې په افغانستان کې د یوې څېړنې پر بنسټ ویلي دي، هغه ماشومان چې څلور یا تر دې کم ډوله خواړه خوري، د هغو ماشومانو په پرتله چې بېلابېل خواړه خوري، ۲.۷ برابره زیات د شدیدې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

 

څېړنې ښودلې ده چې د ماشومانو په خوړو کې د هګیو او شیدو شاملول د خوارځواکۍ او ناروغیو له کم خطر سره تړاو لري. اداره وايي، په کورونو کې د چرګانو ساتل کورنیو ته د هګیو په څېر مغذي خواړه برابروي او د اضافي هګیو پلور د عاید سرچینه هم کېدی شي.

 

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶م کال کي په افغانستان کې د پنځو کلونو څخه کم عمره نږدې ۳.۷ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ کېدی شي چې شاوخوا ۹۴۲ زره یې د ډېرې شدیدې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

 

اداره وايي، په ۲۰۲۵م او ۲۰۲۶م کلونو کې یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د کورني چرګانو د ساتلو پروګرامونو ملاتړ کړی دی. په دې پروګرامونو کې کورنیو ته چرګان، د چرګانو خوراک او اړین وسایل ورکړل شوي او د چرګانو د ساتنې، پاکوالي او د ناروغیو د مخنیوي په اړه روزنه هم ورکړل شوې ده.