کابل : د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا اسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، سویل ختیځ زون (ګردیز) او ختیځ زون (ننګرهار) څخه راټول شوي د ۶۶۰،۲۰۰،۰۰۰ (شپږ سوه شپېته میلیونه او دوه سوه زره) افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه وسوځول.

 

یاد بانکنوټونه ،د سپتمبر په ۱۵مه، د افغانستان بانک د دویم مرستیال، ملا محمد اخند، په مشرۍ د ګمارل شوي پلاوي تر څارنې لاندې، له دقیقې شمېرنې، ارزونې او کنټرول وروسته وسوځول شول. په سوځول شویو بانکنوټونو کې د ۱، ۲، ۵، ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ بانکنوټونو انواعیې شاملې وې.

 

د افغانستان بانک دویم مرستیال ملا محمد اخند د یادو بانکنوټونو د سوځولو پر مهال وویل چې د افغانستان بانک هڅه کوي څو د هېوادوالو لپاره د راکړو ورکړو بهیر لا اسان، خوندي او باوري شي.

 

نوموړي زیاته کړه چې د افغانۍ د ارزښت او اعتبار په ساتلو کې د خلکو ونډه هم ډېره مهمه ده. هر هېوادوال کولی شي د بانکنوټونو په سمه ساتنه او له هغو څخه په سمه توګه د ګټې اخیستنې له لارې د افغانۍ د ارزښت او اعتبار په ساتلو کې مرسته وکړي.

 

د بانکنوټونو له قاتولو، څیرولو او پرې له لیکلو ډډه کول، په بټوې کې یې ساتل او د راکړو ورکړو پر مهال له هغو څخه سمه استفاده کول هغه ساده لارې دي چې د بانکنوټونو د زر زړېدو مخه نیسي او د هغوي د عمر په اوږدولو کې مرسته کوي.

 

د افغانستان بانک وخت په وخت مندرس بانکنوټونه له بازار څخه راټولوي، پر ځای یې نوي بانکنوټونه بازار ته عرضه کوي او راټول شوي مندرس بانکنوټونه له منځه وړي.

 

د یادونې وړ ده چې دا مندرس بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو او امنیتي ادارو د استازو په شتون کې، له لازمې شمېرنې او کنټرول وروسته، د ټاکل شوي پلاوي له لوري مخصوصو بټیو ته انتقال او وسوځول شول.