پنجشېر : د پنجشېر سیمه‌ ییز چارواکي وايي، نږدې درې زره قیراطه تازه استخراج شوي زمرد د داوطلبۍ له لارې په ۱۶ میلیونه او ۷۶۲ زره افغانیو پلورل شوي دي.

 

د پنجشېر د ولایت مقام ،د سپتمبر د ۱۵مې، د معلوماتو له مخې، په داوطلبۍ کې د افغانستان د سوداګرو ترڅنګ د متحده عربي اماراتو، قزاقستان، ازبکستان او تاجکستان سوداګرو هم ګډون کړی و.

 

چارواکي وايي، کورنیو او بهرنیو سوداګرو د زمردو د اخیستو لپاره بیې وړاندې کړې او قیمتي ډبرې هغو سوداګرو ته ورکړل شوې چې لوړې بیې یې وړاندې کړې وې.

 

پنجشېر د افغانستان د زمردو له مهمو سیمو څخه دی او په وروستیو کلونو کې د دغه ولایت استخراج شوي زمرد په پرله‌ پسې ډول د داوطلبیو له لارې پلورل کېږي.

 

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت هم د سپتمبر پر ۱۵مه په پنجشېر کې د څلورو جواز لرونکو کان‌ کیندونکو د استخراج شویو زمردو د پلور لپاره داوطلبۍ اعلان کړې وه.

 

د پنجشېر چارواکي دغه راز وايي، چې پنځو سوداګرو د ولایت د زمردو د کانونو د استخراج په برخه کې شاوخوا ۵۰۰ زره امریکايي ډالره پانګونه کړې ده.

 

پنجشېري زمرد د خپل شین رنګ او روڼتیا له امله پېژندل کېږي. د دغه ولایت زمرد تر استخراج وروسته په خامه بڼه هم پلورل کېږي، خو د پرې کولو، تراشلو او نورو پروسس چارو محدود امکانات د دې سبب کېږي چې د ارزښت د زیاتولو یوه برخه له افغانستانه بهر ترسره شي.

 

د نږدې درې زره قیراطه زمردو د ۱۶ میلیونه او ۷۶۲ زره افغانیو په ارزښت د تازه پلور شمېرې د پنجشېر د سیمه‌ ییزو چارواکو له قوله خپرې شوې دي؛ شال نیوز تر اوسه د دې ځانګړې داوطلبۍ د پایلو جلا رسمي سند نه دی موندلی.