کابل : د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د «افغان هربل» په نوم د درملو تولیدي فابریکه د روغتیايي قوانینو د سرغړونو له امله تړل شوې ده.

 

وزارت ،د سپتمبر په ۱۵مه، ویلي دي، چې یاده فابریکه د ۳۱ ډوله غیرقانوني او بې‌ کیفیته درملو د تولید او خپلسري تغییر مکان له امله د خوړو او درملو معینیت له لوري تړل شوې ده.

 

چارواکي ټینګار کوي چې د خلکو د روغتیا د خوندیتوب او ناروغیو د مخنیوي په موخه به پر درملو د کیفیت څارنه جدي وي او له روغتیايي مقرراتو څخه د سرغړونکو پر وړاندې به قانوني اقدامات دوام ولري.