پکتیکا : د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د ۲۶۶ زره امریکايي ډالرو په لګښت د څلورو کوچنیو بندونو یا چیک‌ ډیمونو د جوړولو چارې پېل شوې.

 

د پکتیکا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست ،د سپتمبر په ۱۵مه، ویلي دي، دغه پروژې د «یونپس» مؤسسې له لوري د ولایت په یوسف‌ خېل، شخیل‌ اباد، اومنې او مټا خان ولسوالیو کې پلې کېږي.

 

د پروژو د مسوولینو په وینا، یاد بندونه به د ۳۱، ۳۸، ۵۲ او ۵۳ مترو په اوږدوالي جوړ شي او د جوړولو چارې به یې د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

 

چارواکي وايي، د دغو بندونو په جوړېدو سره به د اوبو د تنظیم او زېرمه کولو ترڅنګ په اړوندو سیمو کې د اوبو کچه لوړه شي او د اوبو له سرچینو څخه به د خلکو د ګټې اخیستنې زمینه لا ښه شي.

 

د پکتیکا د علماوو شورا مسوولینو هم د اوبو مدیریت مهم بللی او د اوبو د سرچینو پر ساتنې او سمې کارونې یې ټینګار کړی دی.