د پاکستان سوپر لیګ ۱۱م سیزن پای لوبه کې پېښور زلمي په زړه پورې لوبه کې حیدرآباد کینګزمېن ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه او د دویېم ځل لپاره یې د لیګ اتلولي خپله کړه.
دا مهمه لوبه د لاهور په قذافي اسټېډیم کې ترسره شوه، چې زرګونه مینه وال یې نندارې ته راغلي وو او اسټېډیم بشپړ ډک و.
د لوبې حال
پېښور زلمي ټاس وګاټه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه خو د حیدرآباد کینګزمېن توپ وهنې له پېل نه کمزورې وه او ټوله لوبډله یې په ۱۸ اوورونو کې یوازې ۱۲۹ منډې جوړې کړې.
د حیدرآباد له لوري صائم ایوب تر ټولو ښه وځلېد او ۵۴ منډې یې جوړې کړې، چې دا یې د سږ کال سیالۍ لومړۍ نیمه سلیزه هم وه. کپتان مارنوس لبوشین ۲۰ منډې وکړې، خو نور لوبغاړي ونه توانېدل چې لویه ملګرتیا جوړه کړي.
د پېښور زلمي د بالرانو له ډلې ایرون هارډي ۴ ویکټې واخیستې او تر ټولو بریالی بالر و، همدارنګه ناهید رانا ۲ لوبغاړي وسوځول.
د پشاور زلمي توپ وهنه
د ۱۳۰ منډو هدف پېښور زلمي په ارامۍ سره ترلاسه کړ او د ۵ ویکټو په زیان یې بریا خپله کړه. د لوبډلې بیټسمینانو ښه کارکردګي وښوده او هدف یې پرته له زیات فشار څخه پوره کړ.
د کپتانانو څرګندونې
د پېښور زلمي کپتان بابر اعظم وویل چې لاهور تل د دوي ملاتړ کړی او لوبډلې هڅه وکړه چې خپل پلان عملي کړي.
بلخوا د حیدرآباد کپتان مارنوس لبوشین وویل چې پچ ښه وه او لوبډله کې یې کوم بدلون نه و راوستی.
د دواړو لوبډلو سفر
پېښور زلمي د ټولې سیالۍ په اوږدو کې یوازې یوه لوبه بایللې وه او د یوې قوي لوبډلې په توګه فاینل ته رسېدلې وه. برعکس، حیدرآباد کینګزمېن د سیزن په پېل کې پرله پسې ۴ ماتې وخوړې، خو وروسته یې بېرته ښه لوبه وکړه او فاینل ته یې ځان ورساوه، چې دا د ډېرو لپاره یو لوي حیرانتیا وه.
پېښور زلمي یو ځل بیا خپله برتري ثابته کړه او د پي ایس ایل اتلولي یې وګټله، په داسې حال کې چې حیدرآباد کینګزمېن که څه هم ښه مبارزه وکړه، خو اتلولي یې ترلاسه نکړی شوه.

شال نیوز