بره دیر : د بلوچستان په شاهرګ کې د سکرو کان په یوه پېښه کې د وژل شویو د کارو درې د ځوانانو مړي ،د سپتمبر په ۱۵مه، خپلو کورنیو ته رسول شوي او د هغوي جنازې د پراخې غمجنې فضا په ترڅ کې ادا شوې دي.
د بر دیر کارو درې اوسېدونکي څلور ځوانان ،علي، زاهد، عبیدالله او خیال زاده، د سپتمبر په ۱۳مه، هغه مهال ووژل شول چې د بلوچستان د شاهرګ په سیمه کې د سکرو په یو کان کې د سوځېدو پېښه وشوه.
د کورنیو او ځايي خلکو په وینا، د وژل شویو کسانو مړي له لرې بلوچستان څخه په تابوتونو کې د فلاینکوچونو پر سرونو کې د هغوي سیمې ته راوړل شوي دي. د جنازو پر مهال د سیمې فضا ډېره غمجنه وه، خو وروسته د قربانیانو د کورنیو غړو، ملګرو او یو شمېر ځايي اوسېدونکو احتجاج هم وکړ.
مظاهره کوونکو بینرونه له ځان سره لرل چې پر ځینو یې لیکل شوي وو: "د سکرو کانونو مزدورانو ته دې انصاف ورکړل شي" او “زموږ له مړو او مزدورانو سره دې تېری بند شي.”
احتجاج کوونکو د بلوچستان پر حکومت او اړوندو چارواکو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د کانونو د کارګرانو د خوندیتوب لپاره کافي اقدامات نه کېږي. دوي همداراز د وژل شویو کارګرانو د مړو د لېږد پر څرنګوالي اعتراض وکړ او ویې ویل چې د مړو جسدونه باید په درناوي او مناسبو ترانسپورتي وسایلو کې خپلو کورنیو ته ورسول شي.
د کانونو د خوندیتوب غوښتنه
د کارو درې اوسېدونکو له وفاقي او بلوچستان حکومتونو وغوښتل چې د سکرو کانونو، په ځانګړې توګه د شاهرګ په څېر سیمو کې، د کارګرانو د خوندیتوب معیارونه عملي کړي.
دوي ټینګار وکړ چې په کانونو کې دې د خوندیتوب لپاره اړین وسایل او سیستمونه برابر شي او د کارګرو د ژوند د خوندي کولو لپاره دې جدي څارنه وشي.
د احتجاج کوونکو په وینا، د کانونو په پېښو کې د کارګرانو د مرګونو لړۍ نوې خبره نه ده او هر ځل یې کورنۍ له سختو اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ کېږي. یو شمېر مظاهره کوونکو پوښتنه کوله چې ولې د کانونو د کارګرانو د ژوند د خوندیتوب لپاره اغېزمن اقدامات نه کېږي.
د ټهکدارانو پر رول نیوکې
په احتجاج کې د کانونو پر ټهکدارانو هم نیوکې وشوې. ځايي خلکو وویل چې د کارګرانو خوندیتوب باید د کانونو د مالکانو او ټهکدارانو له مهمو مسوولیتونو څخه وي او د خوندیتوب د اصولو د نه مراعاتولو په صورت کې باید قانوني اقدام وشي.
د سیمې مشرانو او دیني عالمانو د جنازې پر مهال له خلکو د صبر او زغم غوښتنه وکړه، خو له حکومتي چارواکو یې وغوښتل چې د پېښې په اړه شفافه پلټنه وکړي.
هغوي همداراز غوښتنه وکړه چې د وژل شویو ځوانانو کورنیو ته مناسبه مالي مرسته ورکړل شي او د پېښې د مسوولینو په اړه قانوني اقدام وشي.
د سیمې خلکو خبرداری ورکړی چې که د کانونو د خوندیتوب او د قربانیانو د کورنیو د حقونو په اړه عملي ګامونه وانخیستل شي، ښیي په راتلونکې کې د احتجاجونو لړۍ پراخه شي.
تر دې دمه د بلوچستان حکومت یا د کانونو د اړوندو چارواکو له لوري د دغو دعوو او غوښتنو په اړه رسمي دریځ په دې راپور کې نه دی شامل شوی.


جاوید ملنګ