کابل : د کابل د سردار محمد داوود خان روغتون ډاکتران وايي، چې دوي د یو ناروغ له معدې ۳۰ میخونه د اندوسکوپۍ له لارې ایستلي دي.
د دغه روغتون ،د سپتمبر د ۱۵مې، د معلوماتو له مخې، عصمت الله نومي ناروغ ۳۰ میخونه تېر کړي وو او روغتون ته د مرګ او ژوند ترمنځ په حالت کې رسول شوی و.
ډاکترانو د اندوسکوپۍ په وسیله، پرته له دې چې د ناروغ لپاره پرانیستې جراحي ترسره کړي، ټول میخونه له معدې څخه ایستلي دي. د روغتون مسوولان وايي، دغه درملنه په «ډېرې پاملرنې او مسلکي مهارت» ترسره شوه او د ناروغ ژوند یې وژغوره.
تر اوسه د روغتون له خوا د دې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي او څرګنده نه ده چې دغه کس ولې دومره شمېر میخونه تېر کړي وو. همدارنګه، د ناروغ د اوسني روغتیايي وضعیت په اړه هم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
د سردار محمد داوود خان روغتون له خوا په خپور شوي عکس کې ښکاري چې ناروغ له درملنې وروسته په ښه وضعیت کې دی.
ډاکتران وايي، د فلزي شیانو تېرول د هاضمې د لارې د جدي ټپي کېدو او نورو خطرناکو روغتیايي ستونزو لامل کېدی شي او په داسې مواردو کې بېړنۍ طبي پاملرنې ته اړتیا وي.


شال نیوز