زابل : د افغانستان د طالبانو د پوهنې وزارت وايي، چې د زابل ولایت په مرکز قلات او شاه‌ جوی او سیوري ولسوالیو کې د اتو ښوونځیو ودانۍ ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره پرانیستل شوې دي.

 

وزارت ،د سپتمبر په ۱۵مه، ویلي، د دغو ښوونځیو پر ترمیم شاوخوا څلور میلیونه افغانۍ لګېدلې چې مالي لګښت یې یو همکار بنسټ ورکړی دی.

 

د پوهنې وزارت په وینا، په ترمیمي کارونو کې د ښوونځیو د ودانیو هغه برخې رغول شوې چې ترمیم ته یې اړتیا لرله، څو زده‌ کوونکو ته د زده‌ کړو لپاره مناسب او خوندي ځای برابر شي.

 

وزارت وايي، د دغو اتو ښوونځیو له بیا پرانیستل کېدو سره به سلګونه زده‌ کوونکي په ترمیم شویو ودانیو کې زده‌ کړې کوي. پوهنې وزارت د مالي مرسته کوونکي بنسټ نوم نه دی یاد کړی.