سراوان : د ایران د بشري حقونو د څار ادارې «حالوش» ویلي، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ افغان کډوال د سیستان او بلوچستان صوبې د سراوان په سرحدي سیمه کې د سختې تندې او اوبو د نشتوالي له امله مړه شوي دي.
حالوش وايي، پېښه ،د سپتمبر په ۱۰مه، د سراوان په «مک سوخته» سیمه کې، چې د پاکستان پولې ته نږدې پرته ده، شوې او د مړو جسدونه د خاش سړې خونې ته وړل شوي دي.
د راپور له مخې، په مړو کې پنځه د بغلان د یوې کورنۍ غړې دي. په دوي کې یوه ۴۵ کلنه مور او د هغې څلور لوڼې شاملې دي، چې عمرونه یې ۱۴، ۱۶، ۱۸ او ۲۲ کاله ښودل شوي دي. حالوش وايي، د نورو مړو په منځ کې لږ تر لږه شپږ ماشومان هم شامل دي چې عمرونه یې تر ۱۴ کلونو کم دي.
د مړو د خپلوانو او ځايي سرچینو له قوله، دغه کسان د سفر پر مهال له اوبو بې برخې شوي وو. د یوې کورنۍ خپلوان حالوش ته ویلي چې له ډلې سره مل نارینه د لارې په منځ کې له ښځو او ماشومانو جلا شوي وو او ښځې او ماشومان له کافي اوبو پرته خپل سفر ته دوام ورکولو ته پاتې شوي وو.
حالوش وايي، ځینې کسان د یو بل تر څنګ مړه موندل شوي دي.
دې ادارې ویلي، معلومات یې د خپلو سرچینو له لارې ترلاسه کړي، خو د مړو دقیق شمېر او د پېښې ټول جزییات په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی. د نورو مړو د هویت او د پېښې د څرنګوالي په اړه هم پلټنې روانې دي.
تر اوسه دا هم په کره توګه نه ده روښانه شوې چې دغه افغانان له کوم ځایه روان شوي وو او وروستی منزل یې چرته و. د ایران یا افغانستان چارواکو هم تر اوسه د دې ځانګړې پېښې په اړه داسې معلومات نه دي خپاره کړي چې د حالوش د راپور ټول جزییات په خپلواکه توګه تایید کړي.


شال نیوز