کابل : د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د میدان وردګ پخوانی والي ،محمد حلیم فدايي، وايي چې اوس طالبان په واک کې دي، حکومت باید د جوماتونو د امامانو او دیني چارو مالي لګښتونه پر غاړه واخلي او دا بار پر غریب ولس وانه چول شي.
فدايي ،د سپتمبر په ۱۴مه، پر ایکس لیکلي چې د دیني مدرسو چټک زیاتوالی به په راتلونکو کلونو کې د دیني زده کوونکو او ملایانو شمېر نور هم زیات کړي، خو که ورسره د کار، روزګار او تولید زمینه برابره نه شي، دا به پر کمزوري اقتصاد نور فشار هم واچوي.
هغه لیکلي:
«د مدرسو دا چټک زیاتوالی په حقیقت کې د طالب انفلاسیون او پړسوب رامنځته کوي؛ یانې هر کال د دیني زده کوونکو او راتلونکو ملایانو شمېر په چټکۍ سره زیاتېږي، خو د هغوي لپاره د تولید، کار او اقتصادي فعالیت مناسب فرصتونه نه رامنځته کېږي.»
فدايي ویلي، یوازې په کندهار کې تر شپږو لکو ډېر طالبان په مدرسو کې زده کړې کوي او تر ۲۵ زیاتې نوې مدرسې هم جوړې شوې دي. شال نیوز د کندهار په اړه د هغه دا شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید کړې.
هغه پوښتنه کړې چې د دومره ډېرو دیني زده کوونکو لپاره به په راتلونکې کې د کار او عاید زمینه څنګه برابره شي. فدايي وايي، خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د جوماتونو امامان او نور دیني بنسټونه باید د زکات، چندې، خیرات او صدقو لپاره پر خلکو متکي نه وي.
د هغه په وینا، د طالبانو حکومت باید د جوماتونو د امامانو معاشونه او د دیني چارو نور مالي لګښتونه له دولتي بودجې ورکړي. د طالبانو د پوهنې وزارت د تازه شمېرو له مخې، په افغانستان کې څه باندې ۲.۴ میلیونه کسان په دیني زده کړو بوخت دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې په هېواد کې تر ۲۰ زرو ډېرې دیني مدرسې فعالیت کوي. د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې په یو راپور کې ویلي دي چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې شاوخوا پنځه زره مدرسې له حکومت سره رسمي ثبت وې، خو د ۲۰۲۵م کال تر اګست پورې د ثبت شوو مدرسو شمېر نږدې ۲۳ زرو ته رسېدلی و.
راپور وايي، د دې زیاتوالي ټول شمېر د نویو جوړو شوو مدرسو مانا نه لري، ځکه ځینې پخوا موجودې غیررسمي مدرسې هم وروسته له حکومت سره ثبت شوې دي.


شال نیوز