کییف : یو روسي ډرون د اوکراین او پولنډ پولې ته څېرمه په یاهودین سټېشن کې د یوې مسافر وړونکي اورګاډي انجن ویشتلی دی. دا برید ،د سپتمبر په ۱۴مه، څو دقیقې وروسته له هغه شوی دی چې د بریتانیا پخوانی لومړی وزیر ،بورېس جانسن، او یو شمېر لوړپوړي اروپايي چارواکي له همدې لارې تېر شوي وو.
اوکرایني چارواکي وايي، چې د برید تر مخه د په نښه شوي اورګاډي ټول مسافر ایستل شوي وو او په پېښه کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. یاهودین د پولنډ له پولې شاوخوا دوه کیلومتره لرې پروت دی.
بورېس جانسن او د اروپايي هېوادونو یو شمېر امنیتي چارواکي په کییف کې د یالټا اروپايي ستراتیژۍ له کنفرانس وروسته بېرته اروپا ته روان وو. د بریتانیا د ملي امنیت سلاکار جاناتن پاول او د سویډن پخوانی لومړی وزیر کارل بیلټ هم د دغو چارواکو په ډله کې وو.
د اوکراین د اورګاډي دولتي شرکت «اوکرزالیژنیتسیا» ویلي دي، چې د ډیپلوماټانو اورګاډی د روسي بریدونو د دوامداره خطر له امله د بدلې شوې تګلارې له مخې له ټاکلي وخت مخکې له یاهودین سټېشنه وتلی و.
دغه شرکت ویلي، امکان شته چې د روسي ډرون اصلي هدف همدا د ډیپلوماټانو اورګاډی و، خو تر اوسه داسې خپلواک شواهد نه دي وړاندې شوي چې وښيي دغه پلاوی په قصدي ډول په نښه شوی و. د اوکراین د اورګاډي ادارې په وینا، هغه مسافر وړونکی اورګاډی چې وروسته ډرون وویشت، د برید شاوخوا ۱۵ دقیقې مخکې ترې مسافر ایستل شوي وو.
د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې، سي ایي اې، پخوانی مشر ،ډېوېډ پېټرېیس، هم د برید پر مهال په یو بل اورګاډي کې په یاهودین سټېشن کې موجود و.
روسیې ویلي، په لوېدیځ اوکراین کې یې د اورګاډي هغه زیربناوې په نښه کړې چې د اروپايي هېوادونو له خوا د پوځي توکو د لېږد لپاره کارول کېږي. مسکو دا نه دي ویلي چې د بورېس جانسن یا نورو اروپايي چارواکو اورګاډی یې هدف و.
بورېس جانسن له برید وروسته ویلي، دا پېښه ښيي چې د اوکراین ملکي اورګاډي هم د روسیې د بریدونو له خطر سره مخ دي او له لوېدیځو هېوادونو یې غوښتي چې اوکراین ته نور هوايي دفاعي وسایل ورکړي.


شال نیوز