میر علي : د شمالي وزیرستان د میرعلي تحصیل په زیرکي سیمه کې ،د سپتمبر په ۱۵مه، د سهار له وخته پوځي عملیات روان دي. په سلګونو امنیتي سرتېري سیمې ته ورغلي او کور په کور پلټنې کوي، په داسې حال کې چې خلکو ته له کورونو د وتلو اجازه نه ورکول کېږي.
عملیات له مخکې له کوم اعلان پرته پېل شوي دي. په سیمه کې چورلکې هم ګرځي او وخت په وخت د درنو او سپکو وسلو د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل کېږي.
ځايي خلکو شال نیوز ته ویلي دي، چې یو شمېر کسان ټپیان دي او طبي مرستې ته اړتیا لري، خو د لارو د بندېدو له امله روغتونونو ته نه شي رسول کېدی. د ټپیانو کره شمېر او د هغوي د حالت په اړه تر اوسه بشپړ معلومات نشته.
د سیمې خلک وايي، چې ماشومان، ښځې او نورې کورنۍ په کورونو کې بندې پاتې دي. هغوي غواړي چې د څو ساعتونو لپاره ډزې ودرول شي، څو ټپیان روغتونونو ته ورسول شي او اړمنې کورنۍ له سیمې ووځي.
د عملیاتو پر مهال د میرعلي او میرام شاه ترمنځ لویه لار تړل شوې ده. د رزمک او ایشا پر لور لارې هم د تګ راتګ لپاره بندې دي.
د میرعلي او میرام شاه ځینو قامي مشرانو شال نیوز ته ویلي دي، چې که د دوو یا دریو ساعتونو لپاره ډزې ودرول شي، ټپیان روغتونونو ته رسول کېدی شي او ماشومان او کورنۍ له سیمې ایستل کېدی شي.
تر اوسه پوځ د زیرکي د عملیاتو د هدف، نیونو او مرګ ژوبلې په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی.


صفدر داوړ