د بدخشان د یاوان ولسوالۍ د ریمان کلي اوسېدونکو په خپلو پیسو د سیمې د متوسطه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړول پیل کړي دي.

 

د بدخشان د معارف ریاست د مطبوعاتو مسوول عبدالغني عابدي وايي، د ریمان کلي خلکو، قومي مشرانو او مرستندویه کسانو د ښوونځي د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره اېښې ده.

 

د هغه په وینا، د کلي خلکو تر دې وړاندې د ښوونځي لپاره د ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه هم اخیستې وه.

 

ټاکل شوې نوې ودانۍ په اساسي ډول جوړه شي او اته درسي خونې ولري. د لومړني اټکل له مخې، پر دې ودانۍ شاوخوا دوه میلیونه افغانۍ لګېږي چې د لګښت یوه لویه برخه به یې د سیمې خلک او مرستندویه کسان ورکوي.

 

د بدخشان د معارف رئیس مولوي محمد طاهر جواد د ریمان د خلکو د دې کار ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د ښوونځي په جوړولو کې د خلکو مرسته له معارف سره د ټولنې د همکارۍ یوه بېلګه ده.

 

د معارف ریاست وايي، د یاوان ولسوالۍ د معارف امر مولوي عبدالکبیر غفوري هم د ښوونځي لپاره د ځمکې په برابرولو او د نوې ودانۍ د جوړولو د کار په پیل کې مرسته کړې ده.

 

د ریمان متوسطه ښوونځی د سیمې له تعلیمي مرکزونو څخه دی. د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به زده‌کوونکو ته اته نوې درسي خونې برابرې شي.