د هند د ښځو کرکټ ملي لوبډلې د سپټمبر پر ۱۳مه په دوبۍ کي د ۲۰۲۶ کال د ښځو اسیا کپ اتلولي وګټله، خو د انعامونو د وېش په مراسمو کي یې د اسیا کرکټ شورا له مشر محسن نقوي څخه د اتلولۍ ټرافي وانخیسته.

 

هند په فاینل کي سریلانکا ته په ۷۲ منډو ماتې ورکړه او د ښځو اسیا کپ اتلولي یې د اتم ځل لپاره خپله کړه. هند لومړی بېټنګ وکړ او ۱۸۳ منډې یې جوړې کړې. سریلانکا د ۱۸۴ منډو د هدف په جواب کي ۱۱۱ منډې وکړې او ټوله لوبډله یې وسوځېده.

 

له لوبې وروسته محسن نقوي د ټرافي د ورکولو لپاره پر سټېج ولاړ و. نقوي د اسیا کرکټ شورا مشر، د پاکستان کرکټ بورډ چیئرمېن او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم دی.

 

د ژوندۍ خپرونې مبصرینو څو ځله وویل چې د هند کرکټ بورډ مرستیال چیئرمېن راجیو شکلا د ورځې له پیله هڅه کوله چې محسن نقوي قانع کړي او د ټرافي د ورکولو پر سر پیدا شوی اختلاف ختم شي.

مبصرینو دا هم وویل چې محسن نقوي ته وړاندیز شوی و چې لږ تر لږه د دویم مقام ټرافي سریلانکايي لوبډلې ته ورکړي، خو هغه دا وړاندیز هم ونه مانه.

راجیو شکلا او د هند کرکټ بورډ سکرتر دیواجیت سایکیا د لوبې پر مهال په سټېډیم کي له محسن نقوي سره په خبرو هم لیدل شوي وو، خو د هند لوبډلې خپل دریځ بدل نه کړ.

 

د سریلانکا لوبغاړو خپلې جایزې واخیستې، خو د هند لوبغاړې د اتلولۍ د ټرافي اخیستو لپاره مخې ته ورنه‌غلې او له محسن نقوي څخه یې ټرافي وانخیسته.

د هند د ښځو لوبډلې روزونکي امول مزومدار وروسته وویل چې دا پرېکړه د هند کرکټ بورډ کړې وه او لوبډله هم د بورډ له دې دریځ سره ولاړه ده.

 

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند کرکټ بورډ د انعامونو د وېش له مراسمو مخکې د اسیا کرکټ شورا ته ویلي وو چې هندي لوبډله نه غواړي د اتلولۍ ټرافي له محسن نقوي څخه واخلي.

 

دا دویم پرله‌پسې اسیا کپ دی چې د هند اتله لوبډله له محسن نقوي څخه ټرافي نه اخلي. د ۲۰۲۵ کال د نارینه‌وو اسیا کپ په فاینل کي هم هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه، خو هندي لوبډلې هغه وخت هم د محسن نقوي له لاسه د اتلولۍ ټرافي نه وه اخیستې.

 

د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي ترینګلتیا په وروستیو کلونو کي د دواړو هېوادونو پر کرکټي اړیکو هم اغېز کړی او د ښځو د اسیا کپ دې تازه پېښې دا اختلاف یو ځل بیا د کرکټ د میدان د انعامونو تر مراسمو رسولی دی.