د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، د انګلستان پر ضد د برمنګهم په اېجبسټن کي د درېیم او وروستي ټېسټ پر مهال پاکستان په ټاکلي وخت کي خپل اوورونه نه وو پوره کړي، چې له امله یې د ټېسټ نړیوال چمپین شپ ۱۱ پواینټونه ترې کم شوي دي.
د کرکټ نړیوالې شورا د سپټمبر پر ۱۴مه ویلي، د لوبې پر مهال د وخت د قانوني رعایتونو له حسابولو وروسته پاکستان له ټاکلي شمېر څخه ۱۱ اوورونه شاته پاتې شوی و.
د شورا د اصولو له مخې، د هر کم اوور په بدل کي له لوبډلې د ټېسټ نړیوال چمپین شپ یو پواینټ کمېږي. د همدې له مخې له پاکستانه ۱۱ پواینټونه کم شوي دي.
د پاکستان لوبغاړي د لوبې د فیس په ۵۰ فیصده هم جرمانه شوي دي. د نړیوالې شورا د اصولو له مخې، د هر کم اوور په بدل کي د لوبغاړي د فیس پنځه فیصده جرمانه کېږي، خو د دې جرمانې لوړه اندازه ۵۰ فیصده ټاکل شوې ده.
له دې سزا وروسته پاکستان د روان ټېسټ نړیوال چمپین شپ په جدول کي له نهو لوبو یوازې پنځه پواینټونه لري او په وروستي ځای کي دی.
انګلستان د برمنګهم په اېجبسټن کي پاکستان ته په اته ویکټو ماتې ورکړه او درې ټېسټیزه سیریز یې درې ـ صفر وګاټه. انګلستان په وروستي ټېسټ کي د ۱۳۰ منډو هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
پاکستان به د ټېسټ نړیوال چمپین شپ په راتلونکو لوبو کي د نومبر په میاشت کي په خپل کور کي له سریلانکا سره دوه ټېسټونه کوي.


شال نیوز