د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، داسې راپورونه شته چې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن په افغانستان کې دی، خو د هغه د اوسني موجودیت په اړه خپلواک او کره ثبوت نه دی وړاندې شوی.
صالح پر اېکس لیکلي، حمزه بن لادن په افغان دودیزو جامو کې په یوې ویډیو کې ښکاري. نوموړي پر امریکا په طنزي انداز نیوکه کړې او ویلي یې دي، واشنګټن چې بل ځل طالبانو ته "۴۰ میلیونه ډالر نغدې پیسې" لېږي، باید له حمزه بن لادن سره هم د لیدنې غوښتنه وکړي او ورته ووایي چې د خپل پلار لار تعقیب نه کړي.
صالح زیاته کړې، که دا کار امریکا ته ستونزمن وي، نو زلمی خلیلزاد دې ورولېږي. د هغه په خبره، خلیلزاد کولای شي “د دوحې تړون ته د حمزه د ژمنتیا ستاینه وکړي” او هغه ته مشوره ورکړي چې له خواله رسنیو لرې پاتې شي.
صالح ویلي، واشنګټن د دغو کسانو او حالاتو په اړه پراخ معلومات لري او نورو ته اړتیا نشته چې ځانونه د امریکا "وړیا سلاکاران" وګرځوي.
نوموړي د زلمي خلیلزاد پر هغو پخوانیو څرګندونو هم نیوکه کړې چې د دوحې تړون ته یې د طالبانو د ژمنتیا په اړه کړې وې.
د صالح څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د القاعدې رسنیزې څانګې "السحاب" د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت شاوخوا ۵۲ دقیقهیي ویډیو خپره کړه چې حمزه بن لادن پکې ښکاري. په ویډیو کې هغه پګړۍ پر سر کړې او په دودیزو جامو کې لیدل کېږي.
خو تر اوسه دا نه ده ثابته شوې چې د حمزه بن لادن دغه ویډیو کله او چېرته ثبت شوې ده او یوازې د دې ویډیو پر بنسټ دا هم نه شي تاییدېدای چې نوموړی اوس په افغانستان کې دی.
امریکا په ۲۰۱۹ کال کې اعلان کړی و چې حمزه بن لادن د افغانستان او پاکستان په سیمه کې د امریکا د ترهګرۍ ضد عملیاتو پر مهال وژل شوی دی. القاعدې بیا د هغه مړینه په رسمي ډول نه ده اعلان کړې.
د القاعدې د تازه ویډیو خپرېدو د حمزه بن لادن د برخلیک په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې دي، خو تر دې دمه داسې خپلواک شواهد نه دي خپاره شوي چې وښيي په ویډیو کې لیدل شوې صحنې تازه ثبت شوې دي.
طالبانو تر اوسه د امرالله صالح د دغو څرګندونو او په افغانستان کې د حمزه بن لادن د موجودیت د خبرې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.


شال نیوز