د کوز سویلي وزیرستان د شکي تحصیل په سیمه کي د سپرکۍ وزیر او خوجل خېل وزیر ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړې د ختمولو لپاره د ملکشاهي قوم او واڼه د مشرانو په موجودیت کي جرګه او خبرې پیل شوې دي.

 

ځايي سرچینې وايي، د دواړو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر له اختلاف وروسته ډزې شوې چې په ترڅ کي یې د خوجل خېل یو ځوان عبدالرحیم ژوبل شوی دی. نوموړی د علاج لپاره روغتیايي مرکز ته وړل شوی دی.

 

سرچینې وايي، د سیمې مشران هڅه کوي چې دواړه خواوې ډزې بندې کړي او د ځمکې لانجه د جرګې او خبرو له لارې حل کړي.

 

د شکي مشرانو دواړو خواوو ته د ماسپښین تر څلورو بجو د ډزو د بندولو وخت ورکړی دی. د ملکشاهي قوم او واڼه مشران د سپرکۍ او خوجل خېل له استازو سره خبرې کوي څو د نورو ډزو مخه ونیول شي او د لانجې د حل لپاره پر یوه لاره سلا وشي.

 

بل خوا، سرچینې وايي، د کوز سویلي وزیرستان ډپټي کمشنر هم د حالاتو د قابو کولو او د دواړو خواوو ترمنځ د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره د سرکاري جرګې د لېږلو هدایت کړی دی.

 

تر اوسه د ځمکې د لانجې د اصلي سبب او د متنازعې ځمکې د ملکیت په اړه کره جزئیات نه دي څرګند شوي.

 

ځايي سرچینې وايي، په سیمه کي د مشرانو خبرې روانې دي او هڅه کېږي چې دواړه قومونه له نورو ډزو ډډه وکړي او لانجه د خبرو له لارې هواره کړي.