پولیس وايي، د کوهاټ ضلعې د ګمبټ پولیس تاڼې په حدودو کي د دربو کچ په سیمه کي د سرو زرو د کانکیندنې پر سر د دوو ډلو ترمنځ ډزې شوې دي. د ریسکیو ۱۱۲۲ کوهاټ په وینا، په پېښه کي څلور کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي. دربو کچ د اباسین پر غاړه پرته سیمه ده.
ریسکیو چارواکي وايي، مړي او ژوبل کسان روغتون ته انتقال شوي دي. د یوه ژوبل کس پېژندګلوي د بنو اوسېدونکي انور خان، د محمد امیر خان زوی، په نوم شوې ده. د نورو کسانو نومونه لا نه دي خپاره شوي.
ګمبټ پولیسو مقدمه درج کړې او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
د اباسین پر غاړه د کوهاټ په یو شمېر سیمو کي له شګو او جغل څخه د سرو زرو ایستل کېږي. چارواکو په تېرو کلونو کي په ګمبټ، شکردره او نورو سیمو کي د غیرقانوني کانکیندنې پر ضد څو ځله عملیات کړي دي.
د ۲۰۲۴ کال په مارچ کي پولیسو د ګمبټ په ګډون په بېلابېلو سیمو کي د غیرقانوني سرو زرو د ایستلو په تور ۸۰ کسان نیولي او ۱۹ کیندونکي ماشینونه یې ضبط کړي وو.
د پېښور هایکورټ هم د ۲۰۲۵ کال په مارچ کي د کوهاټ انتظامیې ته امر کړی و چې په خوشحال ګړ او شاوخوا سیمو کي غیرقانوني کانکیندنه بنده کړي. په دې قضیه کي د پارې او نورو کیمیاوي موادو د استعمال له امله د اباسین اوبو، کرنیزو ځمکو او چاپېریال ته د زیان خبره هم شوې وه.
د خیبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کي د اباسین او کابل سیند پر غاړو د کوهاټ، کرک، نوښار او صوابۍ په ګډون په یو شمېر سیمو کي د سرو زرو پر غیرقانوني کانکیندنه بندیز غځولی و.
د ۲۰۲۶ کال په مارچ کي کوهاټ پولیسو په شکردره، بلي ټنګ او ګمبټ کي د غیرقانوني کانکیندنې پر ضد عملیات کړي وو، ۲۰ کسان یې نیولي او مشینري او موټر یې ضبط کړي وو.
د سپټمبر پر لسمه د کوهاټ ډویژن کمشنر سید معتصم بالله شاه هم چارواکو ته ویلي وو چې د غیرقانوني کانکیندنې پر ضد اقدامات سخت کړي.
پولیسو د دربو کچ د تازه پېښې په اړه لا دا نه دي ویلي چې اړوند کان قانوني و که غیرقانوني.


علي افضل افضال