د ایران د خراسان رضوي د ډاکخانې مشر حسین شریفي وايي، د ایران او افغانستان ترمنځ د پارسلونو او نورو ډاکي توکو د رسمي لېږد لپاره اړین انتظامات برابر شوي او ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دا خدمتونه ژر د خراسان رضوي له لارې پیل شي.
شریفي ویلي، د ایران او افغانستان د ډاکخانو ترمنځ د رسمي همکارۍ تفاهملیک هم تیار شوی دی. د هغه په وینا، دا تفاهملیک به د افغانستان د ډاکخانې د چارواکو د تهران او مشهد د سفر پر مهال لاسلیک شي.
هغه ویلي، د ځمکې له لارې به د ډاک توکي د خراسان رضوي او هرات ترمنځ د سرحدي لارې په وسیله لېږدول کېږي او له هغه ځایه به د افغانستان نورو سیمو ته رسول کېږي.
د شریفي په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوا له لارې د ډاکي توکو د لېږد لپاره به د مشهد ـ کابل الوتنې هم وکارول شي.
د خراسان رضوي د ډاکخانې مشر ویلي، د دې لارې په فعالېدو سره به د ایران او افغانستان ترمنځ انلاین سوداګرۍ ته هم زمینه برابره شي.
هغه زیاته کړې، په افغانستان کي به خلک وکولای شي د ایران له انلاین پلورنځیو توکي واخلي او بیا یې د رسمي ډاکخانې له لارې په افغانستان کي ترلاسه کړي.
شریفي ویلي، دا خدمت به نه یوازې د خراسان رضوي او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې اسانه کړي، بلکې د ایران د نورو سیمو توکي او خدمتونه به هم د ډاک له لارې افغانستان ته لېږدول کېدای شي.
تر اوسه د دې رسمي خدمت د پیل کره نېټه نه ده اعلان شوې، خو ایراني چارواکي وايي، د تفاهملیک له لاسلیک وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډاکي توکو رسمي لېږد پیل شي.


شال نیوز