سرکاري سرچینې وايي، د کرمې ضلعې په منځنۍ کرمه کي امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات کړي چې پکي څو وسله وال وژل شوي دي.
د سرچینو په وینا، امنیتي ځواکونو لومړی د ډرون په وسیله د وسله والو څارنه کړې او وروسته یې پر هغوی برید کړی دی. سرچینې وايي، په عملیاتو کي یو شمېر نور کسان ټپیان شوي هم دي، خو کره شمېر یې نه دی ښودل شوی.
د عملیاتو له پای وروسته امنیتي ځواکونه په شاوخوا سیمو کي د هغو وسله والو د موندلو لپاره لټون کوي چې ویل کېږي له سیمې تښتېدلي دي.
سرکاري سرچینې زیاتوي چې په سیمه کي د وسله والو او د هغوی د مرسته کوونکو پر ضد عملیات پراخ شوي دي.
تر اوسه پوځ د دې عملیاتو په اړه جلا رسمي بیان نه دی خپور کړی. د وژل شویو کسانو شمېر او هویت هم په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.


شال نیوز