د طالبانو د مخالفې افغانستان ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا وايي، که د طالبانو مخالفو وسله‌والو جبهو هم د چاودنو او ځانمرګو بریدونو لاره غوره کړې وای، د افغانستان امنیتي وضعیت به اوس بل ډول و.

 

ضیا د “شهید اونۍ” په مناسبت په انلاین غونډه کي، چې یو شمېر سیاسي څېرو هم پکې برخه لرله، وویل چې د ازادۍ جبهې او د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې په بازارونو او نورو عامه ځایونو کي بریدونه نه دي کړي.

 

هغه وویل، د ده په باور، په افغانستان کي اوسنی امنیت یوازې د طالبانو د واکمنۍ پایله نه ده، بلکې یو لامل یې دا هم دی چې د طالبانو وسله‌والو مخالفانو د چاودنو او ځانمرګو بریدونو تګلاره نه ده خپله کړې.

 

یاسین ضیا د طالبانو له مخالفو سیاسي مشرانو هم وغوښتل چې، د ده په وینا، “له امریکايي ډالرو او جمهوریت څخه تېر شي” او داسې لارې ته مخه کړي چې عملي پایله ولري. د ضیا د څرګندونو په اړه طالبانو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

 

طالبانو د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د پخواني افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد په جګړه کي ځانمرګي او موټر بم بریدونه د خپلې جګړې د یوې تګلارې په توګه کارول. په دغو بریدونو کي د افغان امنیتي ځواکونو او بهرنیو سرتېرو ترڅنګ ګڼ ملکي وګړي هم وژل شوي او ژوبل شوي وو.

 

طالبانو به خپلو ځانمرګو بریدګرو ته “استشهادي” ویل، خو د افغانستان پخواني حکومت، د بریدونو قربانیانو او د طالبانو منتقدانو به دا ځانمرګي بریدونه بلل.

 

د ۲۰۲۱ کال په اګست کي واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته داعش خراسان په افغانستان کي د طالبانو پر غړو او مرکزونو او همدارنګه پر ملکي هدفونو یو شمېر ځانمرګي بریدونه کړي دي.

 

یاسین ضیا د افغانستان د پخواني پوځ لوی درستیز پاتې شوی او اوس د افغانستان ازادۍ جبهې مشري کوي. دغه جبهه د هغو وسله‌والو ډلو له ډلې ده چې د طالبانو پر ضد د بریدونو مسوولیت اخلي.