طالبانو د امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ هغه راپور رد کړی چې وايي القاعده او ورسره تړلې وسله والې ډلې په افغانستان کې بیا منظمې شوې او د روزنې یو شمېر مرکزونه یې جوړ کړي دي.
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، په افغانستان کې د القاعدې او نورو وسله والو ډلو د بیا منظمېدو په اړه هېڅ داسې ثبوت نشته چې دا راپور تایید کړي.
فطرت ویلي، هغه ډلې چې پخوا په افغانستان کې وې، د هغه وخت له جګړې او حالاتو سره تړلې وې او اوس وضعیت بدل شوی دی. د هغه په وینا، دغه ډلې اوس په افغانستان کې موجودیت نه لري.
د طالبانو دا غبرګون وروسته له هغه راغلی چې واشنګټن پوسټ د امریکايي او نورو لوېدیځو امنیتي چارواکو او د ملګرو ملتونو د یوې څارونکې ډلې له قوله راپور ورکړ چې القاعدې په افغانستان کې خپل فعالیتونه بیا منظم کړي دي.
واشنګټن پوسټ وايي، القاعدې په تېرو درېیو کلونو کې لږ تر لږه اته روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي. د راپور له مخې، په دغو مرکزونو کې د وسلو او چاودېدونکو موادو د کارولو، چریکي جګړې، ډرونونو او پټو اړیکو روزنه ورکول کېږي.
ورځپاڼه وايي، په افغانستان کې د القاعدې د اصلي غړو شمېر ښايي شاوخوا سل تنه وي، خو دا ډله تر ډېره نورو وسله والو ډلو ته روزنه او تخنیکي مرسته ورکوي.
د ملګرو ملتونو د څار ډلې هم په خپلو پخوانیو راپورونو کې ویلي وو چې القاعدې په غزني، لغمان، پروان او اروزګان کې تر اتو پورې روزنیز مرکزونه او په ځینو نورو ولایتونو کې مدرسې جوړې کړې دي.
طالبان دا راپورونه نه مني. حمدالله فطرت وايي، ځینې استخباراتي کړۍ د داسې راپورونو په خپرولو سره هڅه کوي افغانستان ناامنه وښيي.
هغه ویلي، طالبان به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.
د القاعدې د موجودیت په اړه د طالبانو دریځ د ملګرو ملتونو او لوېدیځو امنیتي ادارو له راپورونو سره توپیر لري. تر اوسه داسې خپلواک شواهد نه دي خپاره شوي چې د واشنګټن پوسټ په راپور کې د یادو ټولو مرکزونو ځایونه او فعالیتونه په خپلواکه توګه تایید کړي.


شال نیوز