د فرنټیر کور نائب صوبیدار ارشد خان، چې د هنګو ضلعې په ټل سیمه کي له وسله والو سره په نښته کي وژل شوی و، د چارسدې ضلعې په شبقدر کي په خپل پلرني کلي دامان کي خاورو ته وسپارل شو.

 

د ارشد خان د جنازې په مراسمو کي د سیمې اوسېدونکو، خپلوانو، قومي مشرانو او د بېلابېلو برخو خلکو ګډون وکړ.

نائب صوبیدار ارشد خان د چارسدې ضلعې د شبقدر اوسېدونکی و او په ټل کي یې د فرنټیر کور د سرتېري په توګه دنده ترسره کوله.

نوموړی له جنازې وروسته په خپل پلرني کلي کي په سرکاري اعزاز خاورو ته وسپارل شو.

د سیمې یو شمېر مشرانو او ټولنیزو شخصیتونو د هغه له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

تر اوسه د ټل د هغې نښتې په اړه، چې ارشد خان پکي وژل شوی، د وسله والو د شناخت، د نښتې د کره ځای او نورو تلفاتو بشپړ رسمي جزیات نه دي خپاره شوي.