کابل : د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر ،عبدالرشید دوستم، طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د مخالفو ډلو غوښتنې دې جدي ونیسي او د خبرو له لارې د روان وضعیت د حل هڅه وکړي. دوستم د شهید اونۍ په مناسبت په یوه غونډه کې وویل، چې که طالبان خبرو ته غاړه کښېنږدي، په افغانستان کې به جګړه له کنټروله ووځي.

 

هغه وویل چې له طالبانو سره د خبرو لپاره یو پنځه کسیز پلاوی ټاکل شوی او د دې پلاوي غړي د طالبانو له چارواکو سره د خبرو کولو صلاحیت لري. دوستم په خپلو خبرو کې طالبانو ته په خطاب وویل: «زموږ خبره ټوکه مه ګڼئ.»

 

د ملي جنبش ګوند مشر د طالبانو له مشرانو وغوښتل چې وضعیت دې تر هغه ځایه نه رسوي چې بیا یې کنټرول ستونزمن شي. هغه وویل، د طالبانو مخالفین د جګړې او وینې تویولو غوښتونکي نه دي، خو په وینا یې، که طالبان خبرو ته چمتو نه شي او جګړه پراخه شي، د پایلو مسوولیت به د طالبانو پر غاړه وي.

 

ښاغلي دوستم وویل چې اوس مهال د طالبانو مخالفې جبهې د کوچنیو ډلو په توګه فعالیت کوي، خو خبرداری یې ورکړ چې که اوسنی وضعیت دوام وکړي، دا ډلې به پراخې شي او زرګونه کسان به ورسره یوځای شي.

 

هغه له طالبانو وغوښتل چې په بدخشان او پنجشېر کې پوځي عملیات ونه کړي، د خلکو کورونه دې نه پلټي او خلک دې نه زنداني کوي. دوستم وویل: «دا ظلم به دوام ونه کړي.»

 

نوموړي همداراز د هزاره ګانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وویل چې داسې حکومت د منلو وړ نه دی چې د خلکو یوه برخه زنداني شي او ښوونځي یې وتړل شي. تر اوسه طالبانو د عبدالرشید دوستم د دغو څرګندونو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.