کابل : د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر ،احمد مسعود، وايي، چې د طالبانو پر وړاندې وسله‌ وال مقاومت لا هم دوام لري او تر هغه به پای ته ونه رسېږي چې ،د هغه په وینا، د طالبانو «ظلم او استبداد» روان وي.

 

ښاغلي مسعود دا خبرې د یکشنبې په ورځ ،د سپتمبر په ۱۳مه، د «شهید اونۍ» د لمانځنې په مراسمو کې وکړې.

 

هغه وویل:

 

«تاسو به د دې مبارزې د پراختیا شاهدان واوسئ. تر هغه چې د طالبانو ظلم دوام ولري، زموږ مبارزه به هم دوام ولري.»

 

احمد مسعود دعوه وکړه چې په تېرو کلونو کې د طالبانو پر وړاندې د وسله‌ وال مقاومت فعالیتونه له جغرافیایي او تشکیلاتي پلوه پراخ شوي دي. نوموړي په خپلو خبرو کې د طالبانو د مخالفو سیاسي او پوځي ډلو پر یووالي او همغږۍ هم ټینګار وکړ.

 

هغه هغو راپورونو ته اشاره وکړه چې، د ده په وینا، طالبان هڅه کوي د مقاومت د بېلابېلو جبهاتو او ډلو ترمنځ اختلافونه رامنځته کړي. ښاغلي مسعود وویل چې د طالبانو د مخالفینو ځواب باید د دغو هڅو پر وړاندې «ګډ یووالی او مقاومت» وي.

 

د ملي مقاومت جبهې مشر د طالبانو د مشر ،هبت‌ الله اخوندزاده، د حکومتولۍ لیدلوري ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د زور او غلبې له لارې واک ته رسېدل د خلکو پر وړاندې د حاکمیت مشروع لاره نه شي ګڼل کېدی.

 

د هغه په وینا، دا ډول لیدلوری نه د اوسنۍ نړۍ له شرایطو او نه هم د افغانستان د خلکو له غوښتنو سره سمون لري. احمد مسعود وویل، د طالبانو د مخالفینو وروستۍ موخه باید د داسې سیاسي نظام جوړول وي چې افغانان په کې د ټاکنو له لارې د خپل برخلیک او د حکومت د ډول په اړه پرېکړه وکړی شي.

 

هغه خپل پخوانی دریځ هم تکرار کړ او ویې ویل، که طالبان ټاکنو او د خلکو رایو ته غاړه کېږدي، دی به د ټاکنو پایله ومني. هغه زیاته کړه چې حتا که د طالبانو مشر هبت‌ الله اخوندزاده هم په ازادو ټاکنو کې بریالی شي، د ټاکنو پایله به ورته د منلو وړ وي.