کابل : د افغانستان پخوانی جهادي مشر ،عبدالرب رسول سیاف، وايي، چې د افغانستان د روانو ستونزو د حل لپاره دوه لارې شته؛ جګړه او یا خبرې، خو د هغه په وینا، طالبان د خبرو اترو لپاره چمتووالی نه ښيي.

 

ښاغلي سیاف دا څرګندونې د شهید اونۍ په مناسبت په هغو انلاین مراسمو کې وکړې چې د پخواني ولسمشر برهان‌ الدین رباني او د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود د تلینونو په مناسبت جوړ شوي وو. نوموړي وویل، طالبانو څو ځله د خبرو اترو وړاندیزونه رد کړي دي.

 

سیاف زیاته کړه، که په افغانستان کې د طالبانو پر ضد مخالفتونه او جګړه پراخه شي، د پایلو مسوولیت به د طالبانو پر غاړه وي. هغه د طالبانو مخالفو ډلو او جبهو ته هم وویل چې خپل یووالی وساتي او د هر ډول تعصب مخه ونیسي.

 

د هغه په وینا، هغه ډلې چې اوس د طالبانو پر ضد جګړه کوي، د مجبوریت له مخې یې وسلې اخیستې دي. سیاف وویل، طالبان لا هم له مخالفانو سره په چلند کې «غرور او تکبر» ښيي او د خبرو اترو لپاره غاړه نه ږدي.

 

نوموړي د افغانستان د پخوانیو جګړو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د «شمالي ټلوالې» نوم د دغو ځواکونو د غړو له خوا نه و ټاکل شوی. د سیاف په وینا، د طالبانو مخالفو ډلو ته دغه نوم د دوي د دښمنانو له خوا کارول شوی و، څو بېلابېلې مخالفې ډلې له یو بل څخه جلا وښيي.

 

دغه انلاین مراسم ،د سپتمبر په ۱۲مه، جوړ شوي وو او یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو او سیاستوالو هم پکې ګډون کړی و. غونډه د پخواني ولسمشر برهان‌ الدین رباني د وژل کېدو د ۱۵مې او د احمدشاه مسعود د وژل کېدو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت جوړه شوې وه.