کابل : د افغانستان د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا وايي، چې د طالبانو پر ضد د وسله‌ والو مخالفو ډلو د بریدونو له زیاتېدو سره د افغانستان وضعیت د طالبانو له کنټروله وتلی او دغه ډله له مخ پر زیاتېدونکو فشارونو سره مخ ده.

 

ښاغلي ضیا دا څرګندونې ،د سپتمبر په ۱۳مه، په یوه انلاین غونډه کې کړې او ویلي یې دي چې په تېرو پنځو کلونو کې د خبرو او سیاسي هڅو له لارې د طالبانو د ننګولو هڅو د پام وړ پایله نه ده ورکړې.

 

هغه وویل:

 

«د طالبانو پر ضد د وسله‌ والو جبهاتو فعالیتونو دغه ډله له فشار سره مخ کړې ده.»

 

د هغه په وینا، طالبانو تر دې وړاندې د خپلو مخالفو وسله‌ والو جبهاتو موجودیت نه مانه، خو اوس په وار وار ټینګار کوي چې جګړه د ستونزو د حل لاره نه ده.

 

یاسین ضیا دعوه وکړه چې د طالبانو کړنو مخالفې جبهې دې ته اړې کړې چې وسله واخلي. نوموړي وویل، د افغانستان د ازادۍ جبهه د واک ترلاسه کولو لپاره جګړه نه کوي، بلکې هدف یې له طالبانو څخه افغان ولس ته د واک لېږد دی.

 

هغه زیاته کړه چې د طالبانو پر ضد جګړه به تر هغه دوام وکړي، څو د افغانانو غوښتنو او هیلو ته درناوی ونه شي. د ازادۍ جبهې مشر له طالبانو سره د مخالفو ډلو او شخصیتونو وغوښتل چې یوازې د اوسني وضعیت پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان لپاره هم یوه روښانه او عملي طرحه ولري.

 

ښاغلي ضیا وویل چې د افغانستان ستونزې یوازې د نجونو د ښوونځیو په بیا پرانیستلو نه حل کېږي. د هغه په خبره، امنیتي وضعیت، اقتصادي ستونزې او د ښځو امنیت هم د افغانستان له مهمو ننګونو څخه دي.

 

نوموړي طالبان تورن کړل چې په تېرو کلونو کې یې د چاودنو او ځانمرګو بریدونو له لارې جګړه کړې ده. هغه دعوه وکړه چې د افغانستان د ازادۍ جبهې او د مقاومت ملي جبهې پر بازارونو او عامه ځایونو بریدونه نه دي کړي.

 

یاسین ضیا له طالبانو سره د مخالفو مشرانو وغوښتل چې، د هغه په وینا، «له امریکايي ډالرو او جمهوریت څخه تېر شي» او داسې لارې چارې غوره کړي چې عملي پایلې ولري. هغه طالبان په دې هم تورن کړل چې په قصدي ډول د افغانستان د بېلابېلو قامونو ترمنځ اختلافونه رامنځته کوي.

 

ښاغلي ضیا د طالبانو پر چارواکو د رشوت اخیستلو دعوه هم وکړه او ویې ویل چې طالبان د جوماتونو او مدرسو د جوړولو په ګډون، په بېلابېلو نومونو له سوداګرو پیسې اخلي. طالبانو تر اوسه د یاسین ضیا د دغو تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

 

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم د وسله‌ والو مخالفو ډلو فعالیتونه محدود بللي او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې امنیت ټینګ دی. خو د طالبانو مخالفې وسله‌ والې ډلې بیا وخت ناوخت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر ځواکونو د بریدونو دعوه کوي.

 

د دغو دعوو خپلواکه ارزونه په ډېرو مواردو کې ستونزمنه ده، ځکه د افغانستان امنیتي وضعیت او د جګړې اړوند معلوماتو ته خپلواک لاسرسی محدود دی.