کابل : د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر ،محمد محقق، ویلي دي، چې طالبان د امریکا «لاسپوڅي» دي او واشنګټن د یوې دسیسې له لارې د افغانستان برخلیک دې ډلې ته وسپاره. محقق دا څرګندونې ،د سپتمبر په ۱۳مه، په یوې انلاین غونډه کې کړې دي.
هغه له ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره تعامل ونه کړي او د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د هزاروو او شیعه وګړو، ملاتړ وکړي.
محقق ویلي:
«ګاونډي هېوادونه او نړیوال دې له طالبانو سره تعامل ونه کړي او د ازادۍ لپاره د افغانانو، په ځانګړي ډول هزاره او شیعه وګړو ملاتړ وکړي.»
نوموړي د مجاهدینو د تېر وخت په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې مجاهدینو په خپل وخت کې په نړۍ کې لوړ اعتبار او ځانګړی ځای درلود.
خو د هغه په وینا، وروسته د امریکا ظاهري پرمختګ او «زرق او برق» د مجاهدینو د تېر وخت ملګري وغولول، چې له امله یې وسلې پر ځمکه کېښودې.
محمد محقق همداراز له افغانانو وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې پاڅون وکړي او د هېواد د اوسني وضعیت د بدلون لپاره هڅې زیاتې کړي.
طالبانو تر اوسه د محمد محقق د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
محقق په داسې حال کې د طالبانو پر ضد د پاڅون غوښتنه کوي چې طالبان له ۲۰۲۱م کال راهیسې پر افغانستان واکمن دي. نړیوالې ټولنې تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو یو شمېر هېوادونه له طالبانو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې او تعامل لري.


شال نیوز