ورجینیا : د افغانستان مشهورې سندرغاړې نغمې یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او هغوي ته د زده‌ کړو او پرمختګ حق ورکړي. مېرمن نغمې دا څرګندونې د امریکا د ویرجینیا ایالت په یوه کنسرت کې وکړې، چې د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت جوړ شوی و.

 

هغې د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې افغان نجونې باید د زده‌ کړو له حقه بې‌ برخې نه شي او باید اجازه ولري چې خپلې زده‌ کړې پر مخ یوسي. نغمې وویل، نه غواړي افغان نجونې، چې د راتلونکې ورځې میندې به وي، د محرومیت او سپکاوي تر سیوري لاندې لویې شي.

 

هغې وویل:

 

«افغان نجونې هم د نورو انسانانو په څېر حق لري چې زده‌ کړه وکړي او له خپلو اساسي بشري حقونو برخمنې وي.»

 

نغمې له طالبانو وغوښتل چې نجونو او ښځو ته د زده‌ کړو او فعالیت زمینه برابره کړي، څو هغوي وکولی شي په بېلابېلو برخو کې خپل استعدادونه څرګند کړي او په ټولنه کې ونډه واخلي.

 

د نجونو پر زده‌ کړو بندیز

 

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له بیا واک ته رسېدو وروسته، د ښځو او نجونو پر زده‌ کړو یو لړ محدودیتونه ولګول. د هماغه کال په سپتمبر کې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې. وروسته د ۲۰۲۲م کال په دسمبر کې ښځینه محصلانې هم پوهنتونونو ته له تګ منع شوې.

 

افغانستان اوس د نړۍ یوازینی هېواد ګڼل کېږي چې نجونې او ښځې پکې له لومړنۍ زده‌ کړې پورته له رسمي زده‌ کړو منع دي. د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او فرهنګي ادارې، یونسکو، د ۲۰۲۶م کال د راپور له مخې، شاوخوا یو اعشاریه څلور میلیونه نجونې لا هم له منځنۍ زده‌ کړې محرومې دي.

 

په دغه راپور کې ویل شوي، که له بندیزونو وړاندې له ښوونځیو بهر پاتې نجونې هم په شمېر کې شاملې شي، نو نږدې دوه اعشاریه پنځه میلیونه افغان نجونې اوس له زده‌کړو بې‌برخې دي.

 

محدودیتونه پراخ شوي

 

د ښځو او نجونو پر زده‌ کړو محدودیتونه یوازې تر ښوونځیو او پوهنتونونو محدود نه دي پاتې شوي. د ۲۰۲۴م کال په دسمبر کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ښځې له ځینو طبي او روغتیايي روزنیزو مرکزونو هم منع کړې.

 

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د نجونو پر زده‌ کړو دوامدار بندیز به د افغانستان پر راتلونکي، اقتصاد او روغتیايي نظام پراخې منفي اغېزې ولري. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، یونېسف، هم ویلي چې که د نجونو پر زده‌ کړو بندیز تر ۲۰۳۰م کال پورې دوام وکړي، نو له څلور میلیونو ډېرې نجونې به له لومړنۍ کچې پورته له زده‌ کړو محرومې شي.

 

نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو مدافع بنسټونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د نجونو او ښځو پر زده‌ کړو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي. خو تر اوسه د افغانستان د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې پاتې دي.