د قوالۍ د نړۍ د نامتو سندرغاړي ،نصرت فتح علي خان، له مړینې نږدې درې لسیزې تېرې شوې، خو د هغه غږ او موسیقي لا هم د هند په نویو فلمونو کيې په نوو بڼو کارول کېږي.

 

په «میرزاپور: دي فلم» کې د نصرت فتح علي خان مشهوره قوالي «سانسون کي مالا» په نوې موسیقي بڼه وړاندې شوې ده. دا سندره مدهور شرما او ویبهو پاني بیا ویلې، خو د نصرت فتح علي خان اصلي غږ هم پکې ساتل شوی دی. سندره د اګست پر ۳۱مه د فلم د موسیقۍ له البوم سره خپره شوې ده.

 

 

 

«سانسون کي مالا» شاوخوا پنځه لسیزې پخوانۍ قوالي ده. نصرت فتح علي خان دا قوالي په ۱۹۷۹م کال کې هند ته د خپل لومړي سفر پر مهال د راج کپور د زوې رشي کپور د واده په مراسمو کې هم ویلې وه. وروسته دا قوالي د هغه په موسیقي البومونو کې خپره شوه او د کلونو په تېرېدو یې بېلابېلې نوې بڼې جوړې شوې.

 

د نصرت بله پخوانۍ قوالي «دل په زخم کهاتي هېن» هم د ۲۰۲۶م کال له «دهرندهر: دي ریوینج» فلم سره په نوې موسیقي بڼه تړل شوې ده. اصلي قوالي په ۱۹۷۷م کال کې د نصرت فتح علي خان په غږ خپره شوې وه.

 

 

 

نصرت فتح علي خان د ۱۹۹۷م کال د اګست پر ۱۶مه ومړ، خو د هغه قوالۍ او غزلې له «میرې رشک قمر»، «هلقه هلقه سرور» او «تېرې بن نهین لګدا» نیولې تر ګڼو نورو سندرو پورې بیا بیا په نوې موسیقي او فلمي بڼه وړاندې شوې دي.

 

د نصرت موسیقي ځکه ځانګړی ځای لري چې هغه قوالي له دودیزو مجلسونو بهر نړیوالو اورېدونکو ته ورسوله. نږدې درې لسیزې وروسته هم په هندي فلمونو کې د هغه د غږ او کمپوزونو بیا کارول ښيي چې موسیقي یې یوازې د خپلې زمانې برخه نه ده پاتې شوې، بلکې نوی نسل یې هم اوري.