کراچۍ : د کراچۍ په پاکستان میریټایم میوزیم، کارساز کې د «مېډ ان پاکستان ـ درېیم پړاو» په نوم دوه ورځنۍ کلتوري او کورنۍ مېله ،چې د سپتمبر پر ۱۲مه پېل شوې وه، او د سپتمبر پر ۱۳مه هم د ماسپښین دوه بجې د شپې تر ۱۱ بجې پای ته ورسېده.
په دې مېله کې د ماشومانو د انځور جوړولو سیالي، د ښځو د نکریزو مقابله، د خوړو بېلابېل سټالونه، قرعه کشي، سوداګریز سټالونه او د کورنیو لپاره تفریحي پروګرامونه شامل وو. تنظیموونکي وایي، د مېلې موخه د پاکستاني تولیداتو، وړو کاروبارونو او ځایي برانډونو معرفي کول او خلکو ته د کورنۍ تفریح زمینه برابرول وو.
د مېلې په بېلابېلو برخو کې د هنر، کلتور، خوراک او سوداګرۍ ګډ پروګرامونه وړاندې شول او کورنیو د ورځې په اوږدو کې په بېلابېلو سیالیو او تفریحي فعالیتونو کې برخه واخیسته.


شال نیوز