کابل : د افغانستان د فوټبال چمپینز لیګ د شپږم پړاو په لوبو کې اریانا خوست او سرخ‌ پوشان خوافي خپلې لومړۍ لوبې په بریا پای ته رسولې دي.

 

اریانا خوست د شنبې په ورځ ارمان لوبډلې ته درې ـ یو ماتې ورکړه. د لوبې لومړۍ نیمایي یو ـ یو برابره پای ته ورسېده، خو اریانا خوست په دویمه نیمایي کې دوه نور ګولونه وکړل او درې واړه امتیازونه یې واخیستل.

 

په بله لوبه کې سرخ‌ پوشان خوافي عینو مینې ته درې ـ صفر ماتې ورکړه. یارمحمد ذکرخېل د سرخ‌ پوشانو لومړی ګول وکړ او لوبډلې یې وروسته دوه نور ګولونه هم ووهل.

 

دا د روان لیګ څلورمه او پنځمه لوبه وه او اریانا خوست او سرخ‌ پوشان خوافي دواړو په دې پړاو کې خپل سفر په بریا پېل کړ.

 

د افغانستان چمپینز لیګ به د دوشنبې په ورځ ،د سپتمبر په ۱۴مه، په دوو نورو لوبو دوام وکړي. ابو مسلم فراه به د کابل له استقلال سره د ماسپښین پر درې نیمو بجو او عمر زواک به د سرسبز یاشلر پر وړاندې د ماښام پر اوو بجو ولوبېږي.

 

د افغانستان چمپینز لیګ شپږم پړاو د سپتمبر پر لسمه په کابل کې پېل شوی او لس لوبډلې پکې برخه لري. سیالۍ به د نومبر تر ۲۱مې دوام وکړي،