کابل : د افغانستان د باکس ملي لوبډلې اووه لوبغاړي د نړیوالو سیالیو لپاره چین ته تللي دي. ټاکل شوې افغان باکسران د چین په شینجیانګ کې د باکس د څلورم نړیوال فېسټیوال په سیالیو کې ګډون وکړي.
د افغانستان د سپورټ ادارې د معلوماتو له مخې، ملي لوبډله د سپتمبر پر ۱۲مه چین ته روانه شوې ده. په پلاوي کې اووه باکسران، دوه روزونکي او د لوبډلې یو مل استازی شامل دي.
د دې پروګرام له مخې، افغان لوبغاړي به د نړیوالو سیالیو ترڅنګ په تمریني کمپ کې هم برخه واخلي. د سیالیو رسمي پړاو د سپتمبر پر ۱۴مه پېلېږي او پروګرام به د سپتمبر تر ۳۰مې روان وي.
د سپورټ ادارې ویلي، په تمریني کمپ کې ګډون افغان باکسرانو ته دا فرصت ورکوي چې له نړیوالو سیالیو مخکې خپل تخنیکي او فزیکي چمتووالی نور هم ښه کړي او له بهرنیو لوبغاړو سره د سیالۍ تجربه ترلاسه کړي.
د چین دغه نړیوال فېسټیوال د باکس سیالۍ او تمریني پروګرام دواړه لري. افغان لوبغاړي به پکې د نورو هېوادونو له باکسرانو سره مخامخ شي، خو د افغانستان د سپورټ ادارې تر اوسه د افغان لوبغاړو نومونه، وزنونه او د هغوي د سیالانو بشپړ لېست نه دی خپور کړی.
د افغانستان د باکس لوبغاړي په وروستیو کلونو کې په سیمه ییزو او نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي، خو دتمرین لپاره محدود امکانات او له نړیوالو سیالیو سره کم تماس د افغان ورزشکارانو له مهمو ستونزو ګڼل کېږي. په چین کې دغه پروګرام افغان باکسرانو ته د سیالۍ او تمرین دواړو زمینه برابروي.
د سیالیو لومړۍ ورځې ته د سپتمبر ۱۴مه ټاکل شوې او د افغان لوبغاړو د مقابلو کره وختونه به د سیالیو د جوړوونکو له خوا اعلانېږي.


شال نیوز