چارسده: پولیس وايي، چې له سرډهېرو څخه تښتول شوې ۱۵ کلنه نجلۍ ،طیبه، یې له ۳۶ ساعتونو وروسته ،د سپتمبر په ۱۳مه، د هنګو له درسمند سیمې څخه موندلې ده.دد چارسدې د پولیسو مشر ،ډي پي او، په وینا، نجلۍ د واده له انکار له امله د ریاض په نوم یو کس او د هغه ملګرو تښتولې وه.
پولیس وايي د نجلۍ د موندلو لپاره یې څلور ځانګړې ډلې جوړې کړې وې. د پولیسو په وینا د نجلۍ د موبایل د لوکیشن له لارې د هغې په اړه معلومات ترلاسه شول خو وروسته له هغه چې ټیلیفون بند شو، پولیسو د ټکنالوژۍ او خپلو سرچینو له لارې د مشکوک کسانو لټون ته دوام ورکړ.
پولیس وايي په درسمند کې د نجلۍ د ټیلیفون وروستی ځای معلوم شو او له هغې وروسته یې په سیمه کې عملیات وکړل. د پولیسو په وینا، د ښځینه پولیسو په ګډون د سیمې له محاصرې وروسته ریاض او شوکت په نوم دوه کسان ونیول او نجلۍ هم په خوندي ډول وموندل شوه.
د چارسدې ډي پي او ویلي دي چې پولیسو د ۳۶ ساعتونو په موده کې د نجلۍ په موندلو سره خپل مسوولیت ترسره کړی دی. نوموړي زیاته کړې چې د جرمونو ترسره کوونکو لپاره په ټولنه کې د زغم ځای نشته او د خلکو خوندیتوب او د امن ساتل د پولیسو لومړیتوب دی.


ریاض الحق