خوست : د افغانستان په خوست ولایت کې له ۱۶۹ اړمنو او داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته شوې ده. د خوست ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر په وینا، دا مرستې ،د سپتمبر په ۱۳مه، د ولایت د اقتصاد ریاست تر چتر لاندې او د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په همغږۍ ترسره شوې دي.
چارواکي وايي، چې په دې پروګرام کې د ،کییر، او ،واوو، مؤسسو او همدارنګه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مالي ملاتړ او همکاري کړې ده. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، مرسته شوې کورنۍ د خوست ښار او ځاځي میدان ولسوالۍ اوسېدونکې دي او د سروې او اړتیاوو له ارزونې وروسته د مرستو لپاره ټاکل شوې وې.
د چارواکو په وینا، هرې کورنۍ ته د اړتیاوو د کچې له مخې له لسو زرو څخه تر پنځلسو زرو افغانیو پورې نغدي مرسته ورکړل شوې ده.
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د جګړو، طبیعي پېښو او اقتصادي ستونزو له امله ګڼې کورنۍ له بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نړیوالې مرستندویه ادارې وخت ناوخت له اړمنو او بې ځایه شویو کورنیو سره مرستې کوي.


شال نیوز