کابل : د افغانستان د سرحدونو، قامونو او قبایلو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت له کارکوونکو څخه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سیرت په اړه د یو دیني کتاب د لومړۍ برخې ازموینه اخیستل شوې ده.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دا ازموینه د سپتمبر په ۱۳مه د دعوت او ارشاد عمومي ریاست د مکتوب او د وزارت د رهبرۍ په تایید ترسره شوه. د خبرپاڼې له مخې، د وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د «سیرت حضرت محمد صلی الله علیه وسلم» د کتاب د لومړۍ برخې په اړه له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه.
د ازموینې له پېلېدو مخکې د وزارت د دعوت او ارشاد رییس، الحاج مفتي شفیع الله ثاقب، ګډونوالو ته د ازموینې د څرنګوالي او تنظیم په اړه معلومات ورکړل. نوموړي له کارکوونکو وغوښتل چې د ازموینې پوښتنو ته په ټاکلي وخت کې ځوابونه ولیکي او د ازموینې په بهیر کې لازم اصول مراعات کړي.
په دې ازموینه کې د وزارت د دفتر رییس مولوي ،نیاز محمد تقي، او یو شمېر نورو مسؤلینو او کارکوونکو هم ګډون کړی و. د وزارت د خبرپاڼې له مخې، مولوي نیازمحمد تقي د ازموینې په تړاو ویلي دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند او اخلاقو زده کړه او په عملي ژوند کې یې پلي کول د مسلمانانو مسؤلیت دی.
هغه د دیني کتابونو مطالعه او د دیني زده کړو دوام مهم بللی او ویلي یې دي چې دا ډول درسونه د دیني پوهاوي تر څنګ د اسلامي ټولنې د اصولو او ورځني چلند په اړه هم معلومات زیاتوي.
د سرحدونو، قامونو او قبایلو چارو وزارت ویلي دي چې د دې ازموینې پایلې به په نږدې راتلونکي کې اعلان شي او هغو کارکوونکو ته چې غوره پایلې ترلاسه کړي، د هڅونې لپاره به معنوي ډالۍ ورکړل شي.


شال نیوز