کرمه : د خیبر پښتونخوا د منځني کرمې په مناتو سیمه کې د قامي مشرانو جرګه شوې چې پکې د امنیتي وضعیت له امله د بې‌ ځایه شویو کورنیو لپاره د معاوضې د cر تر cره ورکړې غوښتنه شوې ده. د جرګې ګډونوالو ویلي د مناتو او شاوخوا ۱۲ کلیو ۱۶۶۱ کورنۍ د عارضي بې‌ ځایه کېدو له امله له خپلو کورونو او ځمکو پاتې شوې دي.

 

قامي مشران وايي دغو بې‌ ځایه شویو کسانو د حکومتي تصدیق او بایومیټریک په ګډون اړوندې چارې بشپړې کړې خو ،د دوي په وینا، تر اوسه ورته د ۲ لکه ۱۰ زره روپیو اعلان شوی معاوضه نه ده ورکړل شوې.

 

د ذیمشت خویداد خېلو مشر حاجي ریحان، خواجه ناهید او نورو قامي مشرانو په جرګه کې وویل چې د معاوضې په ورکړه کې ځنډ د بې‌ ځایه شویو کورنیو اقتصادي ستونزې لا زیاتې کړې دي.

 

دوي وايي د امنیتي وضعیت له امله د لندوکي، لېل ګډا، خومرې، کامران، ناري روغ، ووټ، ورسته مېله، پیرکوټ، ظریف خان کلي او ګواکې په ګډون د سیمې د یو شمېر کلیو اوسېدونکي اړ شوي چې خپل کورونه او ابايي ځمکې پرېږدي.

 

د قامي مشرانو په وینا ډېرې بې‌ ځایه شوې کورنۍ د خپلو شتمنیو او د عاید د سرچینو له لاسه ورکولو له امله له سختو مالي ستونزو سره مخ دي په ځانګړې توګه هغه کسان چې په ورځني مزدورۍ یې ژوند کاوه.

 

د جرګې یو بې‌ ځایه شوي اوسېدونکي حکمت خان ویلي چې اوس د کور د دوو وخته ډوډۍ برابرول هم ورته ستونزمن شوي دي او ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانو د لومړنیو اړتیاوو او درملنې لګښتونه نه شي پوره کولی.

 

قامي مشرانو له خیبر پښتونخوا له اعلا وزیر، چیف سیکرټري، د پېښور کور کمانډر، د نهم ډویژن له جي او سي، د قامي اسمبلۍ له غړي انجینر حمید حسین، د ۷۳ بریګېډ له کمانډر او د کرمې له مرستیال کمېشنر فهد وزیر څخه غوښتنه کړې ده چې د دغو کورنیو ستونزې زر حل او معاوضه ورکړي.

 

دوي غوښتنه کړې ده چې د خیبر ضلعې د بې‌ ځایه شویو خلکو په څېر دې د کرمې اغېزمنو کورنیو ته هم د هرې کورنۍ ۲ لکه ۱۰ زره روپۍ معاوضه زر ورکړل شي. تر اوسه د معاوضې د ورکړې په اړه د ضلعي انتظامیې یا اړوندو حکومتي ادارو رسمي دریځ په دې خبر کې نه دی شامل شوی.