لنډۍ کوتل : د خیبر ضلعې په لنډي کوتل سیمه کې ،د سپتمبر په ۱۳مه، د پښتو ژبې د نوموړي شاعر او د غزل بابا امیر حمزه خان شینواري، پر مزار د سولې مشاعره شوې ده. دا مشاعره د امیر حمزه خان شینواري د کورنۍ او د خیبر ذخه خېل ادبي جرګې په ګډه همکارۍ جوړه شوې وه.
په مشاعره کې د ۱۷۶ وینګ امنیتي ځواکونو ،کیپټن عمیر خان، د مېلمه په توګه ګډون کړی و. د سیمې یو شمېر مشرانو، د حمزه بابا د کورنۍ غړو او شاعرانو، په ګډون د فیصل شینواري، ملک طاهر شینواري، ملک ابرار اپریدي، عبدالغفور اپریدي، ریاض اپریدي، نامدار اپریدي، ایا مسرور او مکمیل اپریدي په ګډون ګڼو شاعرانو برخه اخیستې وه.
شاعرانو د سولې په اړه خپل غزلونه او شعرونه وړاندې کړل او په خپلو ویناوو کې یې د سیمې د سولې او ثبات پر اهمیت خبرې وکړې. د مشاعرې پر مهال کیپټن عمیر خان وویل چې د سولې مشاعره یو ښه او د ستاینې وړ اقدام دی.
نوموړي وویل چې له سولې پرته هېڅ هېواد او ولس پرمختګ نه شي کولی او په سیمه کې د سولې ټینګول د امنیتي ځواکونو، قامي مشرانو او ولس ګډه دنده ده. د نوموړي په وینا که ټولې خواوې د سولې لپاره ګډ کار وکړي، نو په سیمه کې د خلکو لپاره د خوندي او ښه ژوند زمینه برابرېدی شي.
د مشاعرې په پای کې د امیر حمزه خان شینواري د کورنۍ غړو فیصل شینواري او ملک طاهر شینواري او د خیبر ذخه خېل ادبي جرګې ملک ابرار اپریدي له ټولو مېلمنو او شاعرانو مننه وکړه چې په دې مشاعره کې یې ګډون کړی و.


ابراهیم شینواری