کابل : د افغانستان د سرطان سره د مبارزې بنسټ مشر ،شفیق شینواري، ویلي دي، چې په افغانستان کې تر یو نیم میلیون ډېر کسان له سرطان سره مخ دي او هر کال شاوخوا ۵۰ زره نوې پېښې ورسره زیاتېږي.
شینواري ،د سپتمبر په ۱۳مه، د صحت وزارت او نړیوالو ادارو د معلوماتو له مخې ویلي دي، چې په افغانستان کې د سرطان د تشخیص او علاج اسانتیاوې کمې دي او د ناروغانو ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي.
نوموړي ویلي دي، چې په دولتي روغتونونو کې د پرمختللو طبي وسایلو، ځانګړو لابراتوارونو، د وړانګو د علاج او ماهرو ډاکټرانو کمی شته. د هغه په وینا، له همدې امله ډېر ناروغان شخصي مرکزونو ته ځي، خو هلته د علاج لوړ لګښتونه د ډېرو کورنیو له وسه پورته دي.
شینواري دا هم ویلي دي چې د سرطان اړین درمل کله کله په بازار کې نه موندل کېږي او که وي هم، بیې یې لوړې وي. د هغه په خبره، دا حالت د ناروغانو علاج ځنډوي او پر کورنیو یې مالي او ذهني فشار زیاتوي.
د سرطان ضد بنسټ وايي، چې له پاکستان سره د ځمکنیو لارو له بندېدو مخکې ډېر افغان ناروغان د علاج لپاره پاکستان ته تلل، خو اوس د افغانستان پر محدودو روغتونونو فشار نور هم زیات شوی دی.
د عامې روغتیا پخوانیو شمېرنو له مخې، په افغانستان کې هر کال لسګونه زره کسان پر سرطان اخته کېږي. د سرطان د تشخیص، علاج، ارزانه درملو او مسلکي ډاکټرانو کمی د افغانستان د روغتیايي نظام له لویو ستونزو څخه بلل کېږي.


شال نیوز