کابل : اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په افغانستان کې د ۵ میلیونه یورو په ارزښت یوه نوې پروژه پېل کړې، چې موخه یې له افغان بزګرانو او کرنیزو کاروبارونو سره د بازار موندنې، عاید لوړولو او د اقلیمي او اقتصادي ننګونو پر وړاندې د مقاومت پیاوړتیا ده.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیر ،نیکولا بيلومو، د سبټمبر په ۱۳مه، ویلي دي، چې د دغې پروژې ملاتړ د افغانانو د خوړو خوندیتوب او اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې د اروپايي ټولنې د دوامدارې ژمنې څرګندونه کوي.
د هغه په وینا، د پروژې له لارې به د کرنیزو ترویجي خدمتونو پیاوړتیا، د کرنیزو کاروبارونو پراختیا، د طبیعي حللارو ترویج او د کرنې اړوند معلوماتو او تحلیلونو د کیفیت لوړولو ته کار وشي.
بلخوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د استازي ریچارډ ټرینچارډ ویلي دي، د دې پروژې له لارې به بزګران له مهمو معلوماتو، خدمتونو او بازارونو سره ونښلول شي او له کرنیزو سوداګریزو بنسټونو سره به د پانګونې او فعالیتونو د پراختیا په برخه کې مرسته وشي.
د چارواکو په وینا، دغه نوښت به د کرنیز سکتور د ودې، کارموندنې او اقتصادي بیا رغونې ترڅنګ د افغان ټولنو د لا پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.


شال نیوز