لغمان : د افغانستان د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ له بازار څخه تر درونټې پورې د عمومي سړک د تخریب شویو برخو د بیارغونې چارې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت پېل شوې دي.
د قرغیو ولسوال قاري ذاهدالله فاتح وايي، چې دغه سړک ۱۸ کیلومتره اوږدوالی لري او ټاکل شوې چې د ټولګټو چارو وزارت له بودیجې څخه یې د بیارغونې چارې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
د لغمان ولایت د رسنیو او عامه اړیکو دفتر په وینا، د پروژې په پلي کېدو سره د خلکو او موټرچلوونکو د تګ راتګ ستونزې کمېږي او یو شمېر بې روزګاره ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره شوې ده.


شال نیوز