بدخشان : د افغانستان د بدخشان والي مولوي ،رحمت الله نجیب، وايي، چې هېڅوک حق نه لري چې په خپل سر په کوم کلي یا دره کې شرعي احکام تطبیق کړي.
نوموړي ،د سپتمبر په ۱۲مه، د درواز ولسوالۍ ته د سفر پر مهال ټینګار کړی دی، چې د شرعي احکامو د تطبیق پر مهال باید نظم، قانون او رسمي صلاحیتونه رعایت شي.
د بدخشان والي زیاته کړې ده، هغه کسان چې له رسمي صلاحیت پرته د شرعي احکامو د تطبیق اقدام کوي، د ده په وینا «جاهلان او ناپوهان» دي.


شال نیوز